سیاست

جمهوررئیس غني: حکومت هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته د هوساینې امکانات او اسانیتاوې برابرې کړي

کابل باختر د چنګاښ لسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني له بېلابېلو قشرونو سره د مشورتي کتنو په دوام تيره شپه د لوی پکتیا او د کابل د ختیځ له مشرانو، متنفذینو، ځوانانو، مدني او سیاسي فعالانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه کتنه چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د سلګونو تنو په حضور کې وشوه، د لوی پکتیا ځوانانو د ګډې جرګې رئیس لایق شاه ځدراڼ ، زمرد خان منګل، ویس عبدالرحیمزي، حمدالله همدرد او ضیا‌ءالحق فضلي د خوست، لوګر، پکتیا او پکتیکا د اوسېدونکو په استازیتوب په ټولنیزو، سیاسي، تحصیلي او فرهنګي برخو کې  خپل وړاندیزونه او غوښتنې جمهوررئیس ته وړاندې کړې.
هغوی د جمهوررئیس  د بهرني سیاست، د سولې او ثبات تأمین لپاره د حکومت د ټینګې ارادې او له حزب اسلامي سره د سولې مذاکراتو د بریالیتوب، اقتصادي، زیربنایي او پراختیایي برنامو، د عام المنفعه پروژو تطبیق او د منځنۍ اسیاله هېوادونو سره د ترانزیتي لارو د پرانیستلو هراړخیز ملاتړ وکړ.
زمرد خان منګل چې د خوست د خلکو په استازیتوب خبرې کولې، د غلام خان مواصلاتي لارې د پرانیستنې، د شیخ زاید پوهنتون د ودانۍ د بیا رغاونې او د دغه پوهنتون سمبالښت او اکمال، د کادري روغتون جوړولو، د بندونو جوړولو، د ځنګلونو د احیا، کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکیټ جوړولو، ښې حکومتوالۍ په ځانګړي ډول د ولسوالیو په کچه او د شخړو حل په برخه کې د هغه ولایت اړتیاوې جمهوررئیس ته مطرح کړې.
ویس عبدالرحیمزی د لوګر ولایت د خلکو په استازیوب د پوهنې د برخې د اصلاحاتو او پیاوړتیا او همداراز د درسي ودانیو جوړولو، روغتیایي خدمتونو د رسولو بهیر چټکتیا، د کادري روغتون جوړولو او په دې برخه کې د مسلکي کدرونو د جذب، تحصلي بورسونو، اشتغال رامنځته کولو، د زراعتي سکتور پیاوړتیا، د بندونو او سړکونو جوړولو او د امنیت د تأمین په برخو کې خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
حمدالله همدرد د پکتیا د اوسېدونکو په استازیتوب، د اصلاحاتو تأمین ، د امنیتي بنسټونو د مسلکي او غیرسیاسي کېدو، د پوهنې په سکتور کې د اصلاحاتو، د مسلکي ښوونکو دجذب او دغه راز د تړل شویو ښوونځیو د پرانیستلو، په ادارو کې د کمېشنکارانود فعالیت د مخنیوی، د دغه ولایت پوهنتون ته پاملرنه اوله نړیوالو پوهنتونونو سره د اړیکو ټینګښت، د ولسي تړون پروګرام دکاري بهیر ګړندي کولو، د معیاري روغتون جوړولو، په عدلي او قضایي ارګانونو کې د اصلاحاتو، د انکشافي برنامو د تطبیق، په کلیدي پوستونو کې د وړ کسانو د ګومارنې، د ولسوالیو په شوراګانو کې د مسلکي کسانود استخدام، په اصولي ډول د ګمرک د عوایدو راټولولو، د برېښنا انرژۍ تامین او له خلکو سره د حکومت د مشورې بهیر دوام په برخو کې خپلې غوښتنې جمهوررئیس ته  مطرح کړې.
د پکتیکا ولایت د خلکو په استازیتوب ضیا‌ءالحق فضلي د امنیت د ټینګښت، د مواصلاتي لارو دپرانیستنې، د دغه ولایت د پوهنتون د ودانۍ جوړولو، د ارګون او کټواز د  بندونو جوړولو، د اقتصادي برنامو د تطبیق، د ځوان کدرونود جذب، د ارګون ــ  خوست سړک جوړولو، له اداري فساد سره د مبارزې، د سمبال روغتون جوړولو په برخو کې د یاد ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
د هېواد جمهوررئیس د لوی پکتیا د اوسېدونکو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته هغوی ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هغوی غوښتنې برحقه وبللې، وې ویل، حکومت په تېرو دوه نیمو کلونو کې اقتصادي او انکشافي برنامې د شمالي او غربي ولایتونو څخه پیل کړل او له دې وروسته به دغه بهیر جنوبي او شرقي  ولایتونو ته هم وغځول شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، ما خپل بهرنی سیاست له ترکمنستان څخه پیل کړ او د لویو ترانزیټي پروژو په تطبیق سره  اوس خلک باور لري، چې افغانستان په یو مسیر پورې له تړاو څخه خلاص شوی او ډېر ژر د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له ترکمنستان سره نښلول کېږي او د حیرتان بندر پیاوړتیا او د اوسپنې پټلۍ له لارې د چین او ایران پيوستون به دغه اړیکې لا پیاوړې کړي.
د هېواد جمهوررئیس دېته په اشارې چې انډوليز انکشاف زموږ د ټولو خلکو غوښتنه ده، د انکشافي او اقتصادي برنامو د تطبیق او سیاسي مشارکت لپاره د عملي میکانیزم په رامنځته کېدو ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپل مشخص نظرونه او وړاندیزونه ترتیب او په نېږدې راتلونکي کې پرې په ګډه بحث وشي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، زموږ اراده او توجه د لویو پلانونو تطبیق ته ده، ترڅو د خلکو په ژوند کې بنسټیز بدلونونه راشي. هغه د پوهنې او لوړو زده‎کړو په سکتور کې اصلاحاتو ته اشاره وکړه، وې ویل په دې برخه کې به ډېر ژر عالي شورا رامنځته  شي.
جمهوررئیس وویل، د روغتیا په برخه کې جدي ستونزې شته او باید بنسټيز اصلاحات رامنځته شي، هغه د عامې روغتیا وزیر ته لارښوونه وکړه، تر څو هغه وړاندیزونه چې په دې برخه کې دي پرې غور وکړي.
جمهوررئیس غني د لویې پکتیا د ټولو سیمه‎ییزو ادارو په څېړلو  ټینګار وکړ او د لویې پکتیا له اوسېدونکو څخه یې وغوښتل چې د اړوندو ادارو د اصلاح لپاره خپل وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړي.
جمهوررئیس وویل، د حکومت په پیل کې موږ د بودجې له کسر سره مخامخ وو، مرستندویه هېوادونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې وو او تبصره کوونکو د ملي یووالي حکومت دوام ناشونی باله. خو د ټولو نظرونو خلاف، موږ د نړیوالې ټولنې هر اړخیز ملاتړ تر لاسه کړ او افغانستان مو له انزوا څخه د توجه په مرکز بدل کړ چې دا د خلکو د ملاتړ له برکته وو.
د هېواد جمهوررئیس ځوانانو ته په خطاب کې وویل: تاسې د ملي یووالي سفیران یاست، د افغانستان خلک او د دې خاورې ځوانان ملي روحیه لري او زه پر تاسو ویاړم او ستاسو په حضور کې زما د خدمت کولو اراده پیاوړې کېږي. هغه زیاته کړه که په راتلونکو دوو کلونو کې ټول په صادقانه ډول هڅه وکړو، زموږ راتلونکي پنځه نسلونه به په خپلو پښو ودرېږي او باید دغه چانس له لاسه ورنکړو.
جمهوررئیس  په ادارو کې د ځوانانو د جذب په اړه وویل، ټول ځوانان باید د ازاد رقابت پروسې د ایجاد لپاره اجماع وکړي او د افغانستان د کدرونو نوملړ دې تشخیص شي، چې په مساوي ډول د سالمې سیالۍ زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه ډېر ژر په ادارو کې ۵۰۰۰ خالي بستونه او د ښوونکو ۸۰۰۰ بستونه اعلان ته ورکول کېږي.
جمهوررئیس غني د بنسټ جوړولو یوې ستراتیژۍ په لرلو ټینګار وکړ، زیاته یې کړه، غواړم زما صلاحیتونه کم شي او دغه صلاحیتونه د شفافو میکانیزمونو چوکاټ کې په ادارو کې زیات شي.
د هېواد جمهوررئیس پکتیکا ولایت د تیلو او ګازو د زېرمو له پلوه بډایه وباله او ددې زېرمو پر تثبیت یې ټینګار وکړ، وې ویل، د پکتیکا د تېلو او ګازو له طبیعي زېرمو څخه ګټه اخیستنه کولی شي، چې د لویدیدیځو سیمو د لا پرمختګ لامل شي.
جمهوررئیس د لویې پکتیا راتلونکی انکشاف د هغې پر کانونو پورې تړلی وباله او د لویې پکتیا له خلکو یې وغوښتل چې په دې برخه کې دې پانګه وال تشخیص کړي او پر کانونو په ځانګړي ډول د کرومایت پر کان د پانګونې زمېنه برابره کړي.
د هېواد جمهوررئیس د اوبو د مدیریت په اړه وویل، اته لوی شرکتونه په دې برخه کې کارکولو ته چمتو دي او زموږ داخلي پانګه وال کولای شي، په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ملي یووالی باید حفظ او پیاوړی کړو او حکومت هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، موږ هغو کسانو ته چې اصلاحي طرحې لري هرکلی وایو، خو که چېرې اصلاحي طرحه نه وي، هغه کسان چې د وېش فکر لري موږ ته د منلو نه دي او د جمهوري ریاست څوکۍ د وېش څوکۍ نه، بلکې د خدمت او یووالي څوکۍ ده.
د هېواد جمهوررئیس یادونه وکړه، زموږ وجودي فلسفه له اساسي قانون سره تړلې ده او موږ د هغې تطبیق غواړو، ځکه په پلي کېدو به یې پیاوړی دولت او ملت ولرو او باعزته ژوند به وکړو.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، موږ د هېچا د تصفیې اراده نه لرو او هغه چاته چې خپلې ګټې په خطر کې ویني باید قناعت ورکړو، تاسې زمینه برابره کړئ تر څو ستاسې غوښتنې پوره کړم. هغه څرګنده کړه چې باید لنډمهاله، منځ‎مهاله او اوږدمهاله فکر وکړو او خپلې اړتیاوې تثبیت کړو.
د هېواد جمهوررئیس وویل، زموږ موخه داده ترڅو راتلونکو نسلونو ته تلپاتې پانګې او اساسي بنسټونه پرېږدو. زه هغه کار کوم تر څو هر څوک چې له ما  وروسته د افغانستان جمهوررئیس وي په اسانه خپل کارونه مخته یوسي. هغه وویل، په راتلونکو دوو کلونو کې به د ملت په همکارۍ په ټولو برخو کې حالت ښه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته