امنیت

په نرنګ ولسوالۍ کې په لسګونو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول

-کابل باختر د لړم ٢٨
په داسې حال کې چې  دکونړ ولايت  په نرنګ ولسوالۍ کې  د ډار اچوونکو پرخلاف پوځي عمليات دوام لري  پوځي مقاماتو ډار اچوونکو ته دسردزيان  داوښتو يادونه کوي .
د ډار اچوونکو پرخلاف  دغه عمليات  له يوې اوونۍ راپديخوا دسلګونو تنو پوځيانو په ګډون دکونړ ولايت  په نرنګ ولسوالۍ کې  دطالبانو او داعشيانو پر پټنځيو پيل شوي دي  او دغه راز دوام لري .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې تېره شپه په دغو عملياتو کې څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه  پاک شول .
  ددغو عملياتو په بهير کې تراوسه پورې  لسکونو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
له بلې خوا ويل شوي دي چې دکونړ په نرنګ ولسوالۍ کې داعشيانو پاکستان ته دتيښتې په حال کې دي .
دغه راز دغه  پوځي عمليات دنرنګ ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې دوام لري.
ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته