ټولنه

دکار او ټولنيزو چارو وزيرې : تراوسه پورې دهيواد ماشومانو ته دښوونې او روزنې ښه شرايط برابر نه دي .

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه

  دماشوم نړيواله ورځ نن په داسې حال کې  په هيواد کې ونمانځل شوه چې شپږ مليونه افغان ماشومان له خطر سره مخامخ دي .

  دباختر اژانس دخبر له مخې، دماشوم نړيواله ورځ نن دکار او ټولنيزو چارو دوزارت له خوا په کابل کې ونمانځل شوه .

 دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارووزيرې امنې افضلي چې په دې غونډه کې خبري کولي څرګنده کړه دهيواد زياترو ماشومانو ته  تراوسه پورې هم دروزنې  او پالنې ښه شرايط   نه دي برابر شوي  او  اوس هم ماشومان په واټوڼوکې  شاقه کارونه کوي .

  دې ماشومانو ته  دښو  شرايطو په برابرولو کې ددغه وزارت کارونه  کافي ونه بلل او دموجودو ستونزو لري کول يې  زيات وخت او امکاناتو  پورې اړوند وبلل .

 ميرمن افضلي دماشوم دورځې نمانځل دهيواد دماشومانو د ستونزو دلري کولو او هغوى ته دخدمت  لپاره بيا ژمنه وبلله او وي ويل ماشومانو ته پاملرنه په حقيقت کې  دافغانستان راتلونکي ته پاملرنه ده .

  دکار او ټولنيزو چارو وزارت ټولنيزو چارو معين واصل نور مومند په دې غونډه کې  له خطر سره  دمخامخو ماشومانو  ته  سړکونو کې د پرتو  دماشومانو دساتنې او د خدمتونو دوړاندي کولو او دماشومانو په وړاندي دتاوتريخوالي دکمولو دپاليسيو دطرحې او تطبيق يادونه وکړه او وي ويل له  ٢٠٠٦ کال راپديخوا دغه وزارت له نورو ادارو اوموسسو سره چې په دې برخه کې فعاليت کوي .  وکولاي شول  درې مليونه تنه ماشومان تر پوښښ لاندې  ونيسي خو  اوس هم شپږ مليونه تنه ماشومان له خطر سره مخامخ دي .

 مومند  دهغو ماشومانو شميرچې په کابل  ښار کې په شاقه کارونو بوخت دي اووه ديرش  زره تنه  وبلل .

 مومند له خطر سره دمخامخو ماشومانو دستراتيژي دتطبيق  په مقصد دشخصي بودجې نشتوالي ددغه وزارت دکارونو په وړاندي يو مهم چلنج وباله .

 په ولسي جرګه کې دخلکو استازي فوزيې کوفي او سناتورې انار کلي  هنريار هم دموضوع په باب  خبرې وکړې او په هيواد کې دماشومانو دحالت په باب يې خپلې نظريې بيان کړې او په هيواد کې يې د ډول ډول  پروګرامونو دجوړولو غوښتنه وکړه .

  چې  دماشومانو په حالت کې ښه والي رامنځته شي

 دغونډې په بهيرکې نمايشنامه ، تياتر ، ترانه اوملي اتن  دوړکتونونو او اشيانه دماشومانو له خوا اجرا شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته