کابل باختر د مرغومي دولسمه :
دلوګر ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي کشف او ضبط شول .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر اژانس ته وويل چې دخاص قطعاتو پوليسو ددغه ولايت دمحمد اغې ولسوالۍ دشيخک او سرخاب په کليو کې له چاوديدونکو توکو څخه ډک يو واسکټ ، دهاوان اووه ويشت ماينونه ، دبي ام – ١٢ يو ماين ، او دوسايطو ضد يو ماين کشف او ترلاسه کړل .
ختم_ ف _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ