امنیت

په ميوند ولسوالۍ کې ٣٠ تنه وسله وال ووژل شول

قندهار باختر د وري د مياشتې ١١ مه
د قندهار ولايت د ميوند ولسوالـۍ په سره بغل سيمه کې دېرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د افغان ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د قندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د ميوند ولسوالۍ په سره بغل سيمه کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياتوي چې په دغو عملياتو کې ديرش تنه وسله وال وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په ترسره شويو عملياتو کې د وسله والو طالبانو لس پټنځايونه هم په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي.
جنرال زياتوي چې دغه راز په ترسره شويو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو روغتيايي مرکز،نقليه وسايط،د ټليفون دستګاه او کمپيوټرونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان دى اوښتى،خو دوه سرتيري ټپيان شوي دي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.پاى _ وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته