روغتیا

په پنجوايي کې يو روغتيايي مرکز پرانستل شو

دکندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ  کې پرون يو روغتيايي مرکز پرانستل شو.

دکندهار ولايت  دعامې  روغتيا رييس ډاکتر عبدالقيوم پخلا دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه مرکز دپنجوايي ولسوالۍ په  ختيځ کې دمعلولينو په ښارګوټې کې جوړشوي دي چې ددرملنې بيلابيلې څانګې لري.

يوه اړونده خبرځاى وويل دغه مرکز دکاناډا په مرسته د ٢٢٣ زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړشوي دي.

خبرځاى زياته کړه دغه مرکز دواکسين ، دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو ، دماشوم او مور دساتنې ، داخلي ، عاجل ،  نرسنګ ، درملتون ، دساري ناروغيو  دکنترول  او دوقايع څانګې لري چې په هغو کې اووه تنه ډاکتران اوروغتيايي کارکوونکې فعاليت کوي.

دکندهارولايت  دعامې  روغتيا درييس دڅرگندونوله مخې ددغه مرکز له خدمتونو څخه به دپنجوايي ولسوالۍ دبيلابيلو کليو په سلگونو تنه اوسيدونکې ګټه واخلي.

ديادونې وړ ده چې په دغې ولسوالۍ کې څلور نور روغتيايي کلينيکونه هم روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته