امنیت

دپوځي چارو يوکارپوه ووهل شو او وډبول شو.

کابلباختردوري٢٨
دپوځى چارو کار پوه جنرال عتيق الله امر خيل وايي چې ديو شميرناپيژندل شويو کسا نو له خواپه نامعلوم دليل وهل شوى اوټکول شوى دى .
جنرال امرخيل چې د ملي دفاع په وزارت کې کاري سا بقه لري او اوس تقاعد شوى دى.
دباختر اژانس خبريال ته وويل چې پرون له غرمې وروسته په داسې حال کې چې دخپلې کورنۍ ديو غړى په شخصي کلينيک کې ناست و دڅو تنوله خوا چې پيژند ګلوي يې ورسره نه لرله ووهل شو او وډبول شو .
دغو کسانو  نه يواځې دى وواهه او وډبوه بلکې دکلينيک په دوو تنو روغتيا يي کارکوونکي يې ګوزارونه وکړل چې ديو تن روغتيا يي حالت خرا ب بلل شوى دى .
عتيق الله  امرخيل وايي چې د بريد  په انګيزې نه پوهيږي اوشخصي دښمني هم نه لري اود کابل دپوليسو مقاماتو په دې باب نظر نه دى څرګند کړى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته