خبرونهټولنه

په میدان وردګو او پکتیکا کې اړمنو کورنیو او خوست کې بزګرانو مرسته تر لاسه کړه

کابل، د لړم ۱۲مه، باختر
په میدان وردګو، پکتیا او خوست ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو او بزګرانو باندې د بېلابېلو موسسو له لوري مرستې ووېشل شوې.
د میدان وردګو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست په همکارۍ په جلریز ولسوالۍ کې له ۱۰۰ هغو کورنیو سره چې کورونه یې د تېرې جګړې او طبیعی پېښو له امله زیانمن شوي وو، د DRC موسسې لخوا له ۸ زرو تر ۱۷ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې؛ د پکتیکا ولایت په برمل، ګیان ، وازیخوا، مټاخان او تروو ولسوالیو کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي مرسته او د RHDO موسسې په تخنیکي همکارۍ پر ۱۲ زره او ۶۲۵ بې وزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلواوړه، ۵ لېتره غوړي، دال، مالګه او د ماشومانو او مېرمنو لپاره روغتیایې خوراکي توکي شامل وو.
په ورته وخت کې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې پر۳۶۳ بزګرانو د NAC موسسې له لوري د دغه ولایت د اقتصاد او کرنې ریاست سره په همغږۍ د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا