امنیت

اته تنه ډار اچوونکي په غزني کي ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٤ :
اته تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول
په دغو ډاراچوونکو تيره شپه  دغزني ښار ته څيرمه کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو ، پرې بريد  وشو.
د غزني  ولايت يوه پوځي قوماندان باخترآژانس ته وويل په دې  جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل طالبانو دغزني ولايت  په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې دبمونو د ښخولو   لپاره  چمتو کيدل .
ويل کيږي په دغو عملياتو کې  سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کي ويل شوي دي  چې د غزني ولايت امنيتي ځواکونو د شپږ و ماينونو په کشف اوشنډولو سره په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې ديولړ چاودنو  مخه ونيوله
طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره يولړ چاودنې رامنځته کړي  خو بريالي نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته