(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د زمري ۲۱مه، باختر

د میدان وردګو ځایي چارواکي د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د ترافکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د طبعی پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته  وویل، چې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د تراکتور د چپه کېدو له امله ۴ تنه مړه او ۳ ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې د یادې پېښې ټپیان محلي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا