اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۷۹۲ میلیونو افغانیو په ارزښت ۸ قراردادونه منظور کړل

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني  په مشري  د ملي تدارکاتو کمیسیون اونیزه غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه او د ۷۹۲ میلیونو افغانیو په ارزښت یې ۸ قراردادونه منظور کړل. منظور شوي قراردادونه:
• د بګرام ولسوالۍ تر قلعه بند پورې د چاریکار د نعمان لېسې د سرک د بیا رغاونې پروژې قرارداد چې لومړۍ برخه یې قیر او دویمه برخه یې کانکریټي فرش دی.
• د خواجه رواش او عربي متحده اماراتو د ښارګوټو د اوبو رسولو شبکې پروژې قرارداد.
• د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د ۱ نمبر یونت د پاک کاري او د ۳ نمبر یونت د حفظ او مراقبت د بیا رغاونې قرارداد د څارنې او ارزونې لپاره د مشورتي خدماتو وړاندې کول او د نغلو برېښنا فابریکې د احتیاطي پرزه جاتو برابرول.
• د کارته نو، نقلیه سیاه سنګ، د کارته نو تپې ګولایي، بګرامیو نساجي (پنځم لاټ) دسرک جوړولو قرارداد تعدیل (د قرارداد د قېمت ۲،۳۷ ٪ زیاتوالی).
• د لوړو زده کړو وزارت اړوند د ننګرهار پوهنتون د تدریسي روغتون د ناروغانو او د لیلیې د محصلینو د ۱۳۹۵ل کال د اعاشې قرارداد.
• او د ملي اردو د هوایي انتقالاتو قراردادونه.
دملي تدارکاتو کمیسیون د کاپیسا ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون پروژې د ارزونې پلاوي راپور واورېد او  د یاد پلاوي مطروحه وړاندیزونه یې تائید کړل او همدارنګه اقتصاد وزارت یې موظف کړ، چې یو مدیریتي ګروپ د یادې پروژې د انسجام په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
همدارنګه ملي تدارکاتو کمیسیون د لوړو زده کړو وزارت اړوند د ننګرهار ولایت د لیلیې اعاشې پروژې په هکله بحث وکړ او د دې وزارت د ولایتي قدمونو د تدارکاتو بهیر له ډول څخه یې ناخوښي څرګنده کړه او هغه وزارت یې مکلف کړ، چې په دې برخه کې اصلاحي اقدامات وکړي. اقتصاد وزارت او سیمه ییز ارګانونه هم موظف شول چې له لوړو زده کړو وزارت سره د اصلاحي اقداماتو او د ولایتي قدمونو د صلاحیتونو د نویوالي په برخه کې همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې د ملي دفاع وزارت د مرکز او ولایتونو د قطعاتو د اعاشې د تدارک ، انسجام او عصري کولو په هکله د یاد وزارت د پیشنهادي طرحې په هکله بحث وشو. جمهور رئیس غني د یادې موضوع د انسجام او عصري کولو مفکوره له دې پلوه چې د خوړو کیفیت به ښه شي او هم به د دې طرحې تطبیق له داخلي تولیداتو څخه د ګټه اخیستنې د زیاتوالي او د داخلي شرکتونو متشبثینو د پیاوړتیا لامل شي، هرکلی وکړ، خو ټینګار یې وکړ چې د هغې د تدارکاتو په برخه کې باید مناسب رقابتي چلند غوره شي تر څو بشپړ اقتصادي شفافیت او موثریت تامین شي. 
همدارنګه جمهور رئیس څرګنده کړه، چې د هغې د بودجوي کفایت موضوع دې هم تثبیت شي. د مالیې او اقتصاد وزیران موظف شول، چې په دې هکله په مالي او اقتصادي چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکار او ملي دفاع وزارت سره یو ځای کار وکړي، تر څو یاده طرحه له هره پلوه بشپړه او تطبیق ته تیاره شي.
په دې ناسته کې د مالیې او اقتصاد وزیرانو، په زیربنایي چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار او د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته