زرنج باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه :
د شلو کيلو مترو په اوږدوالي د نيمروز ولايت د چخانسور ولسوالۍ په سړک د کريړ اچولو کار پرون پيل شو .
د نيمروز د والي وياند احمدعرب د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغه سړک چې شل کيلومتره اوږ دوالي او اووه متره سور لري، د فوايد عامې وزارت له بودجې څخه د ١٥٢ ميليونو او ٥٠ زرو افغانيو په لګښت په پنځو مياشتوکې کريړ اچول کيږي.
دغه سړک د نيمروز ولايت مرکز د زرنج ښار د دغه ولايت له چخانسور ولسوالۍ سره نښلوي.
د نيمروز والي انجنير محمد سميع د دغه سړک د کار د پرانستلو په وخت کې له نورزايي شرکت څخه وغوښتل چې په دغه سړک د کريړ اچولو او اوارولو په لاره زياتې هلې ځلې وکړي.
0 1 دقیقه لوستل