
کابل، د غبرګولي ٧مه، باختر
د میدان وردګو د امنیې قومندانۍ مسوولين وايي، چې د دغه ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله ٣ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند قاري یوسف احمدي باختر آژانس ته وویل، چې دغه چاودنه د سید آباد ولسوالۍ اړوند شنیز درې په مموخېلو کلي د اګاییز ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ٢ ماشومان شهیدان او یو بل ټپي شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د دغه ولایت په دايميرداد ولسوالۍ کې د ناچاوده مرمۍ چادونې یو ماشوم شهید کړی و.
لمر