امنیت

په فارياب کې دځانمرګي بريد له امله دناتو درې تنه سرتيري اوڅلور تنه غير پوځيان ووژل شول

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

په فارياب ولايت کې دځانمرګي بريد له امله  دناتو درې تنه سرتيري او څلور تنه افغان غير پوځيان ووژل شول.

په دې پيښه کې چې نن له غرمي مخکې دميمنې په ښارکې دفارياب ولايت ودانۍ او دښاروالۍ پارک ته څيرمه رامنځته شوه  څه ناڅه پنځه ديرش تنه ملکي وګړي ټپيان شول .

ددغې پيښې په قربانيانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .،

دغه پيښه له هغه وروسته وشوه چې يوځانمرګي بريدکوونکي ځان دناټو يوشمير سرتيرو ته څيرمه وچاوه .

درارسيدلو خبرونوله مخې، دناټوسرتيري  دسيمې له خلکوسره دخبرو اولاس ورکولو په حال کې و چې ځانمرګي بريد پرې وشو.

دفارياب والي عبدالحق شفق باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې څلورتنه افغان ملکي وګړي وژل شوي دي  .

ده په دې پيښه کې دناټو دسرتيرو دوژل کيدو په باب څه ونه ويل .

په همدې حال کې ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره په دې پيښه کې خپلو دريوتنوسرتيرو وژل کيدل تائيد کړل خوددغوسرتيرو دهويت په باب يې څه نه دي ويلي .

په فارياب ولايت  کې زياتره نارويژي  ځواکونه ديره دي .

دميمنې ښار دروغتون ډاکتران وايي چې څلور مړي او ٣٥ تنه ټپيان  دغه روغتون ته ليږدول شوي دي چې ټول يې ملکي وګړي دي .

ډاکترانو ددغې پيښې دلسو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته