خبرونهامنیت

په میدان وردګو کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف شوه

کابل، د تلې ۷ مه، باختر

د میدان وردګو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د وسلو یوه زېرمه کشف او زیاته اندازه مهمات ترې ترلاسه شوي دي.

د میدان وردګو د امنیې قوماندانۍ یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.

خبر ځای زیاته کړه چې په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا