ټولنه

په هرات ښارکې ديو واټ دقيرکولو کار پيل شو

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٢ :
دهرات ښار په مرکز کې دشهيد علاوالدين دواټ دقير کولو کار پيل شو.
ټاکل شوې ده دغه واټ  به د پنځو کيلومترو په اوږدوالي دهرات ښاروالۍ
له بودجې  څخه په راتلوونکو دوو مياشتو کې قير شي .
دهرات والي سيدفضل الله وحيدي ددغه واټ دقير کولو دکار دپرانستلو په وخت کې  دهرات  خلکو ته  زيرى ورکړ  چې دښار دڅيرې دبدلولو په خاطر جدي هلې ځلې پيل شوي دي .
دهرات دښاروالۍ سرپرست انجينر عبدالعزيز احراري دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې دغه واټ به  دنږدې ديرشو مليونو افغانيو په لګښت  قيرشي .
پرون د خواجه عبدالله انصاري آرامګاه ته غږيدلى واټ او بل  اته سوه متره هغه واټ چې دمنارونو  سړک  له ٦٤متره واټ سره نښلوي ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دا په داسې حال کې ده چې يوازې  په وروستيو څو مياشتو کې دهرات  څلويښت کيلومتره واټونه په معياري ډول قيرشوي دي  چې دژوندانه په چاپيريال ساتنه کې مثبته اغيزه لري .
ديادونې وړ ده  چې  په تيرو څو کلونو کې دهرات ښار په سلو کې شپيته واټونه  قيرشوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته