امنیت

په غزني کې ٧ بنديان د طالبانو له بند څخه آزاد شول

غزني/ باختر/ د زمري ١٨مه :
په غزني کې تېره شپه د کوماندو ځواکونو په پوځي عملياتو کې ٧ بنديان د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاد شول .
د ځانګړو عملياتو د قول اردو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني د باخترآژانس  خبريال ته وويل؛ کوماندو ځواکونو دغه بنديان د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ           په سليمانزي سيمه کې د وسله والو طالبانو له بند څخه ازاد کړل.
په خبر کې د ازادو شويو کسانو د هويت په باب څه نه دي ويل شوي .
پاى   ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته