خبرونهاقتصاد

په میدان وردګو کې د ١٨ کیلومتره سړک د ترمیم کار بشپړ شو

کابل، د تلې ۱۶مه، باختر
د ټولګټو وزارت، د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د ١٨ کیلومتره سړک د ترمیم او کرېړ اچولو پروژې د کار د بشپړېدو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد سړک د عبدالمحي الدین له کلا څخه پیل او د جغتو ولسوالۍ تر مرکز پورې غځېدلی چې د ترمیم او کرېړ اچونې کار یې د میدان وردګو د ټولګټو ریاست له خوا د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په ارزښت بشپړ او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادونې وړ دی چې د یادې پروژې د تطبیق پرمهال، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې وه او په ګټې اخیستنې سره یې د اړوندو کلیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هواري شوې دي.
وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا