امنیت

د هېواد په ختیځ کې د داعشیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې

اسعد اباد/ باختر/ د وري د میاشتې ۴ مه
د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د داعشیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي چې پر مهال یې دواړو خواوو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې د یادې نښتې له امله په چپې درې ولسوالۍ کې مېشتې زیات شمېر کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودلو ته اړې شوې دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته ویلي چې په دغه نښته کې ۱۲ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
مصمم زیاتوي چې د یادې نښتې له امله زیات شمېر کورنۍ اړې شوې چې له خپلو سیمو څخه نورو امن سیمو ته کوچ وکړي، خو دوی هڅې پیل کړي څو بې ځایه شویو کورنیو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.
د چپې درې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی وايي چې د داعش او وسله والو طالبانو د سختو جګړو له امله اړ شوي چې خپله سیمه پرېږدي او نورو سیمو ته کوچ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کونړ ولایت په چپې درې، ماڼوګي، وټه پور او څوکۍ ولسواليو کې هم د داعشیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې چې پر مهال یې دواړو خواو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته