(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په میدان وردګو کې د ٧ کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې

 کابل، د وري ۸مه، باختر

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشیت پروګرام له لوري د څه باندې ۷ میلیونو افغانیو په لګښت ۷ کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه کانالونه د ۲۷ زره ۶۲۹ مترو په اوږدوالي د نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د مرکز میدان ښار په چهارقلعه کهنه خمار، کندا، عشرت خېل، مهروخېل، کوټه عشرو، فاروق خېل او کرملي کلیو کې د څه باندې ٧ میلیونو افغانيو په لګښت د نغدي مرستو په تر لاسه کولو سره چارې پیل شوې دي.

د مسوولینو په وینا، په دغو کانالونو کې ۵ زره ۷۷۸ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې په بشپړېډو سره به یې ۱۶۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا