خبرونهفرهنګټولنه

په میدان وردګو کې د کتابونو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

کابل، د تلې ۶ مه، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند بیهقي کتاب خپرولو رياست په نوښت پرون د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د کتابونو لاسي صنايعو ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د پرانيستې په دې مراسمو کې د ياد رياست د رئيس په ګډون د ميدان وردګو مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقافو رئيسانو، د استناف محکمې مشر او د دغه ولايت ګڼ شمېر ځوانانو، فرهنګيانو او خبريالانو ګډون کړی و.

د کتابونو په دغه نندارتون کې سلګونه ټوکه ديني، سياسي، فرهنګي، ټولنيز او نور بېلا بېل کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

د ياد ولايت مرستيال شيخ الحديث شير احمد حقاني د دغه نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې مطالعه او څېړنه کولای شي، د افغانستان ځوان نسل له فکري يرغل څخه خلاص کړي.

د ميدان وردګو د حج او اوقافو رئيس مولوي مصطفی محمدی هم په خپلو خبرو کې له ياد نندارتون څخه ملاتړ څرګند کړ او له افغان علمي کادرونو او ځوانانو څخه يې غوښتنه وکړه، چې خپله انرژي دې د هېواد د ابادۍ او ځان بسياينې په لاره کې مصرف کړي.

په همدې حال کې د بیهقي کتاب خپرولو رئيس د ميدان وردګو له والي محمد امين عمري سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې عمري له ياد نندارتون څخه د هر اړخيز ملاتړ تر څنګ ژمنه وکړه، چې کتاب پلورونکو ته به د بازار موندنې په برخه کې هڅې وکړي.

د يادونې وړ ده چې په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د ودې او پياوړتيا په موخه د کتابونو د نندارتونونو لړۍ په مرکز کابل کې پیل شوې وه او تر دې وړاندې په باميانو کې هم ورته ۳ ورځنی نندارتون په لاره اچول شوی و.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا