خبرونهورزش

په میدان وردګو کې د کرکټ او په ننګرهار کې د زورخانه ‌يي ټاکنيزې سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د تلې ۱۲مه، باختر

د زورخانه‌ يي فدراسیون ملي ټاکنيزې سیالۍ چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په کوربتوب د کابل، لغمان، ننګرهار، میدان وردګو، پنجشېر او هرات ولایتونو د لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې؛ د د زورخانه‌يي په برخه کې کابل او پهلوانۍ په برخه کې ننګرهار لومړی مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې د شپږو ولایتونو ۵۲ ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې کابل لومړی، هرات دویم او پنجشېر درېيم مقام خپل کړ.

د پهلوانۍ په برخه کې بیا ننګرهار د ډېرو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ رئيس عبدالسلام وزیروال وايي، چې ننګرهار هم د ورزش په برخه کې غوره استعدادونه لري او دوی ته باید ډېر پام وشي.

د یادونې وړ ده چې د زورخانه ‌يي فدراسیون له جوړېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې دغه سیالۍ د یاد ولایت په کوربتوب ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د کرکټ سیالۍ چې نږدې یوه میاشت وړاندې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د افغان یوت کرکټ لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې

س.صدیقي

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا