سیاست

سترې محکمې دمدني حقوقواو دعدالت دبنسټ دادعا په باب د تحقيق لارښوونه وکړه .

کابل باختردلړم شپږمه :

په دې وروستيو  وختو کې يوه غير دولتي بنسټ په دې باب  چې دهيواد په جنوب لويديځه حوزه کې په يوشمير ښځينه بنديانو جنسي تيرى شوى  دى يو رپوټ خپور کړى دى چې غبرګونونه يې راپارولي دي .
  دمدني او عدالت دحقوقو په نامه دغه غير دولتي بنسټ ادعا کړې ده چې ګڼې دځينو څارنوالانو او قاضيانو له خوا په يوشمير ښځينه بنديانو جنسي تيرى شوى دى .
ددغه شان رپوټ خپريدو يولړغبرګونونه راپارولي دي .
دسنا مجلس  ويلي دي داسې شواهد او سندونه  يې ترلاسه کړي دي چې ښيي په لويديځ زون کې په  پنځه ديرشو ښځينه بنديانو جنسي تيرى شوى دى .
دځينو څارنوالانو او قاضيانو له خوا په يوشمير ښځينه بنديانو جنسي تيرى غندي  او وايي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به  دحقايقو دموندلو په مقصد يو هيئت لويديځ  زون ته واستوي  .
دمشرانوجرګې  لومړي نايب محمدعلم ايزديار  دسنا مجلس  په پروني غونډه کې  وويل استول شوي هيئت به ددغې قضيې  په برخه کې هراړخيزې څيړنې وکړې .
دکورنيو چارووزارت وياند صديق صديقي په دې اړوند دباختراژانس  خبريال ته وويل چې يواځې دبنديانوامنيت په پوليسو پورې اړه لري  او تحقيق په دوى پورې اړه نه  پيداکوي .
ده دطرحه شوې ادعا په اړوند دجزئياتو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه او ددغې پوښتنې ځواب يې  په مربوطو بنسټونو پورې اړوند وباله  خو دسترې محکمې غبرګون څرګند و .
  دسترې محکمې عالي شورا دمدني او دعدالت دحقوقو دبنسټ  درپوټ پرخلاف غبرګون کې چې ادعاکوي دلويديځ زون دولايتونوپه جيلونو  کې په پنځه ديرشو ښځينه بنديانو جنسي تيرى شوى دى  څرګنده کړه چې قضايه قوه دغه رپوټ له څيړنې او تحقيق مخکې نه تاييدوي او دڅارنوالۍ له ادارې څخه غواړي چې موضوع دې په جدي توګه ترتحقيق او څيړنې لاندې ونيسي ترڅو هغه کسان چې  ددغه تور په وړاندې له قانون سره سم مسووليت پيدا کوي تر عدلي څارنې لاندې ونيسي او که چيرې  دغه ادعا ثابته نه شي قضيه به له قانون سره سم  او دکاذبانه  خبرتيا له جرمي  وصف سره  سم په قانوني توګه وڅيړل شي .
سره له دې چې په يوشمير ښځينه  بنديانو دجنسي تيري په اړوند د مدني او دعدالت دحقوقو دبنسټ  درپوټ سموالي اوکره والى تراوسه پورې معلوم نه دى خو ددغه شان  يوه رپوټ  خپريدل کيداي شي  دعدلي او حقوقي بنسټونو او دپوليسو ددستګاه لپاره چې دجيلونو دساتنې او دفاع مسووليت په غاړه لري دتحرک عامل وي چې هغوى کاري او مديريتي  تشې مشخصې کړي .
ديادونې وړ ده چې په هيواد کې  دبنديانوشمير له پنځه ويشتوزرو  تنوڅخه لوړ دى او زياتره يې  دخپل برخليک دنه ټاکل کيدو له امله سرټکوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته