سیاست

افغانستان او فنلند خپلو همکاريو ته دوام ورکوي

کابل باختر د لړم دريمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په سپيدار ماڼۍ کې د فنلند د بهرنيو چارو له وزير  تيموسوئيني سره وکتل .
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې ډاکتر عبدالله عبدالله له افغانستان سره د فنلند د مرستو له امله مننه وکړه .
  د هېواد اجراييه رييس فنلند د افغانستان دوست او متحد وباله چې په وروستيو پنځلسوکلونوکې يې د نورو نړيوالو متحدينو ترڅنګ په پراخه توګه  د افغانستان د حکومت او خلکو  د روا داعيې ملاتړ کړى دى.
  اجراييه رييس د امنيتي حالاتو او په افغانستان  کې د شتو چلنجونو په باره کې په خپلو خبروکې د سولې د خبرو د بهير او د هېواد د حکومت د پراختيايي پروګرامونو او د وسله وال پوځ د مستقلانه دفاع په باب خبرې وکړې  .
د هېواد اجراييه رييس د امنيت تامينول او تروريزم د افغانستان د حکومت  مهم چلنجونه وبلل او ټينګار يې وکړ چې د وروستيو کلونو د لاسته راوړنو ساتنه او د تروريزم له منځه وړل د افغانستان او د نړيوالې ټولنې ترمنځ د ګډې همکارۍ  دوام ته اړتيا لري .
  د فنلند د بهرنيو چارو وزير سوئيني د افغانستان د حکومت او خلکو د هرکلي له امله د کور وداني په ويلو سره په افغانستان کې وروستي بدلونونه او لاسته راوړنې يې مثبتې او د يادونې وړ وبللې او له دې امله يې چې  هېواد يې  په دې  تګلوري کې رول لوبولى دى، خوښي څرګنده کړه .
په دې غونډه کې دغه راز د هېواد د امنيتي حالاتو، د اصلاحاتو د بهير د انتخاباتو د ترسره کولو له طالبانو او دحکومت له مخالفو جريانونو سره د سولې د بهير، د افغانستان د سيمه ئيزو اړيکو او د هېواد د اقتصادي حالت په باب خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته