(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په میدان وردګو کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ١٠ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، غبرګولي ١٢مه، باختر
د میدان وردګو ولایت امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ١٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند قاري محمد یوسف اسرار باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه د مرکز بهسودو ولسوالۍ اړوند د کوتل آب بند په سیمه کې د مارسډیز موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په کې ٢ تنه مړه او ٨ تنه ټپيان شوي دي.
اسرار زياته کړه، چې د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د یادې ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي، چې د ځينو روغتيايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا