(PS)خبرونه(PS)امنیتTOP(PS)

په میدان وردګو کې د یوې ناچاوده مرمۍ چاودنې له امله ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

 کابل، د غوایي ۹مه، باختر

د میدان وردګو په سید آباد ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه د دشت ټوب سیمې په دیوالګي کلي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې په کې ۳ ماشومان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.

هېره دې نه وي، چې د دغه ولایت په جګړه ځپلو سیمو کې وخت ناوخت د ناچاوده توکو د چاودنې له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا