روغتیا

دسرطان دتشخيص مرکز جوړ شو .

کابل باختر دوري اوولسمه :
دسرطاني ناروغيو  دتشخيص مرکز نن  دعامې روغتيا دوزير ډاکتر فيروز الدين فيروز له خوا  په کابل کې پرانستل شو .
دعامې روغتيا وزارت دمرکزي لابراتوارونو په انګړ کې  دغه مرکز  په داسې حال کې جوړشو  چې دعامې روغتيا وزارت  دڅيړنو دپايلو له مخې  په هېواد کې  دډول ډول سرطانونو کچه مخ په لوړيدو ده .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې مرکز کې  درويشت ډوله  لابراتواري معاينې ترسره کېږي  چې مخکې له دې  په بېلابېلو ناروغيو دغو اخته کسانو  دهغو دتشخيص په خاطر  له هېواد څخه بهر ته سفر کاوه .
هغه کتنې چې په دې مرکز کې ترسره کېږي  پخوا په هېواد کې  دهغو دترسره کولو امکاناتو شتون نه درلود  .
  ډاکتر فيروز  وويل  چې دسرطان  دتشخيص تر څنګ ډول ډول مسموونکي  زهرونه هم  دتشخيص وړ دي .
ده زياته کړه  ديو ډول  نري رنځ ناروغي   معاينه هم  په دې مرکز کې ترسره کېږي چې په دې ناروغى اخته کسانو پخوا دمعاينې په خاطر پاکستان ته  سفر کاوه .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته