خبرونهاقتصاد

په میدان وردګو کې د ۱۴.۵میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د لړمړ ۳۰مه، باختر

د میدان وردګو د چک ولسوالۍ په کچغو کلي کې د سوېډن کمېټې د سیمه ییز دفتر اړوند په مالي ملاتړ او د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ د ۱۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د باختر آژانس د یادې شبکې د پرانیستلو پر مهال د سویډن کمېټې د سیمه ییز دفتر رییس انجنیر خلیل الرحمن رسولي د سیمې خلکو ته د پروژې د ګټې اخیستنې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې د اوبو رسولو دغه شبکه د سوېډن کمېټې په مالي ملاتړ د یو نیم کال په موده کې بشپړه شوې، چې تر سلو کلونو پورې کولای شي ۱۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورکړي.

د یاده ونې وړ ده، چې اوسمهال د یاد کلي ۷۲۰ کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو څخه برخمنې شوې دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا