امنیت

په باميانوکې د وسله والو مخالفينو د مهماتو يوه ډيپوکشف شوه

کابل باختر د کب  لسمه :
د باميانو ولايت د دره شکاري په ساحه کې پرون د دغه ولايت د ملي امنيت د موظفينو له خوا د دولت د مخالفينو د مهماتو يوه ډيپوکشف شوه.
د باميانو ولايت د ملي امنيت رييس باختر آژانس ته  وويل: د مهماتو په دې ډيپو کې درې ديرش تلکي ماينونه، د وسايطو ضد اووه ماينونه، د ميزاييلو دوه ويشت ماينونه، د پيکا  دوه صندوقه ګولۍ او دوه تومانچې کشف اوضبطې  شوې دي .
د باميانو ولايت سيمه ييزو مقاماتو تاييدکړې ده چې درې درش تلکي ماينونه چې په دې ډيپوکې ترلاسه شوي؛ په ايران کې جوړ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته