
کابل، د وري ۱۷مه، باختر
د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په جلرېز او حصه اول بهسودو ولسوالیو کې د ۱۴ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۶ کانالونو د پاکولو چارې پيل شوې دي.
د دغه ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې د دغو کانالونو د پاکولو چارې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د جلریز او حصه اول بهسودو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د کار په مقابل کې د نغدي مرستو په تر لاسه کولو سره پیل شوې، چې په کې ۶۷۸ کسانو د کار زمینه برابره شوې ده.
د مسوولینو په وینا، د یادو کانالونو له ډلې ١١ د جلریز ولسوالۍ په موسی خېلو، دایمیردادو، قل دوستي، قزلباش، قلعه کریم، قلعه سبز، قلعه خان محمد، قل وردګ، قلعه ملک، قلعه باغر او قلعه یادګار کلیو کې او پاتې ۵ د حصه اول بهسود ولسوالۍ په پروندې، کمرګیرو، شمد، شیونه قلعه او قلعه چقور کلیو کې د ۹۱ زره ۵۸۱ مترو په اوږدوالي سره پاکېږي.
د هغوی په وینا، د دغه کانالونو د پاکولو چارې به په دوو میاشتو کې بشپړې شي، چې پر مټ به یې ۱۲ زره ۷۵۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.
لمر