
کابل، د وږي ۱۳ مه، باختر
د میدان وردګو ولایت د سیندیزې حوزې له لوري د۲۰ حلقو څاه ګانو د کیندلو چارې د ترکیې هېواد د اوبو نړېوالې څاه کېندنې خیریه بنسټ له لوري د سیداباد، چک او نرخ په ولسوالیو کې د ۳.۴ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.
د مسولینو په خبره دغه څاګانې په هغو سیمو کې کیندل کېږي، چې خلک یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د دوی په خبره دغه پروژه به په راتلونکو دوه میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
تمه کېږي، چې په دغه ولایت کې د کانالونو د پاکولو، د استنادي دېوالونو او د اوبو د ذخیروي بندونو د جوړولو پروژې هم پلې شي.