(PS)خبرونه(PS)فرهنګ(PS)ټولنه

په میدان وردګو کې د ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت يو جامع جومات جوړ شو

کابل، د زمري ۱۶مه، باختر

د میدان وردګو د ارشاد، حج او اوقافو ریاست مسوولین وایي، چې  د دغه ولایت په ټوپ دښتې سیمه کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست مطبوعاتي مسوول د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې د ټوپ دښتې په سیمه کې د یوه تجار په مالي ملاتړ د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو جومات په دوو پوړونو کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده چې دغه جومات په یو وخت کې د څه باندې زرو تنو لمونځ کوونکو وړتیا لري.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا