خبرونهټولنه

په میدان وردګو کې د ۹۳ زرو ډالرو په لګښت یو جومات جوړ شو

– کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د میدان وردګو د چک ولسوالۍ په بهادر کوډۍ کلي کې د ملي سوداګرو شېرباز کمین زاده لخوا د ۹۳ زره امریکایي ډالرو او د سیمي د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو ونډې اخیستلو سره یو جومات بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې والي محمد امین عمري، ملي سوداګر شېرباز کمین زاده، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د یادولو وړ ده، چې دغه جومات په دوه پوړونو کې په اساسي ډول رغول شوی، چې په یوه وخت د شاوخوا ۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا