(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په میدان وردګو کې سېلابونو ګڼ شمېر مالي زیانونه اړولي دي

کابل، غبرګولي ۳مه، باختر

د میدان وردګو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې سېلابونو ګڼ شېمر مالي زیانونه اړولي دي.

  د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي فیض الله جلالي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې پرون د دغه ولایت په نرخ، سیداباد، جلریز، دایمیرداد او جغتو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله څه باندې۳۰ کورونه او شاوخوا ۲۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

د جلالي په خبره یاد ولایت کې سېلابونو ولسي خلکو ته هم ګڼ شمېر مالي زیانونه اړولي دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا