(PS)خبرونه(PS)امنیت

په میدان وردګو کې لسګونه پولیس له عقیدتي او مسلکي زده کړو ورسته فارغ شول

کابل، د وري ۲۱مه، باختر

د میدان وردګو د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۴۲ پولیس له عقيدتي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه ولایت امنیې قومندان شیخ الحدیث محمد شریف حلیمي پولیسو ته په خبرو کې وویل، چې تاسو د اسلامي نظام سپاهیان او ساتونکي یاست له ولس سره ښه او مسلکي چلند کول ستاسو له مهمو مسولیتونو څخه دی.

ورته مهال تازه فارغ شویو پولیسو ژمنه وکړه، چې د اسلامي نظام له اصولو سره سم به له ولس سره ښه او مسلکي چلند کوي او د نظام د بقا او ټینګښت لپاره بهر راز قربانۍ ته چمتو دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې نه وړاندې هم په دغه ولایت کې یو شمېر پولیس له عقیدتي او مسلکي زده کړو ورسته فارغ شوي وو.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا