خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې د ۶ شبکو د بیا رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر

د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې د شپږو شبکو د بیارغولو چارو له بشپړېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۶ شبکو د ترمیم د پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

مسوولینو وویل، چې د یادو شبکو پرمټ د سیمې ۱۷۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د رغولو او بیارغولو چارې په ډېرې چټکۍ سره روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته