خبرونهاقتصادټولنه

په میدان وردګو کې څارویو ته د لمپي سکین ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین تطبیق کېږي

کابل، د تلې لومړۍ نېټه، باختر

د میدان وردګو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې څارویو ته د لمپي سکین ناروغۍ واکسین لړۍ پیل شوې ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین باختر آژانس ته وویل چې د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې ادارې په همکاری د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره څارویو ته د پوستکي ناروغۍ د وقایع لپاره د لمپي سکین واکسین د وېشلو پروګرام پیل کړ.

هغه زیاته کړه چې په لومړۍ پړاو کې ۳ زره ډوزه واکسین د میدان وردګو د وترنري ساحوي واحدونو ته ووېشل شو، چې دغه واکسین به د ۲۰ افغانیو فیس په بدل کې د میدان ښار، نرخ، جلریز او سیدآباد په ولسوالیو کې د وترنرۍ د ساحوي واحدونو له لارې به پر څارویو تطبیق شي.

د کرنې ریاست د څرګندونو له مخې، یاد واکسین به په هغو څارویو تطبیق شي چې مخکې واکسین شوي  نه دي.

د یادونې وړ ده چې یاد پروګرام درې برخې لري چې د ولایت په ټولو ولسوالیو کې تطبيق کېږي او دغه ولایت کې د دغې ناروغۍ له امله زیات څاروي له منځه تللي، خو کره شمېر یې څرګند نه دی.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا