اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د ۴،۵۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۳ تړونونه منظور کړل

کابل باختر/ دتلې د مياشتې ٢٣مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام  د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې پر ۱۸ تدارکاتي موردو هر اړخیز بحث وشو چې په پايله کې د ۴،۵۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت لاندې ۱۳ پروژې منظورې شوې:
• د فوایدعامې وزارت اړوند د کابل ښار د کمپنۍ له پله څخه تر مېدان‏ ښار دراني بازار پورې د لومړۍ برخې د دويم لین د سړک د جوړولو د پروژې د قرارداد ورکړه؛
• د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزارت اړوند په مشروط ډول د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ له دې منډا څخه تر عباس‏ خېلو پورې د اته کيلو متر په اوږدوالي د سړک د جوړولو او قیرولو د قراداد د ورکړې پروژې منظورېدل؛
• د فوایدعامې وزارت اړوند د ۱۱،۹ کیلو مترو په اوږدوالي د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د بازار د سړکونو د بیې پر زیاتوالي سربېره د وخت د تمدید د منظورۍ وړاندیز؛
• د فوایدعامې وزرات اړوند د ۲۵ کیلو مترو په اوږدوالي د هرات ولایت د بای پاس سړک جوړولو د پروژې د دویم لاټ د قرارداد د بیې پر زیاتوالي سربېره د وخت د تمدید د منظورۍ وړاندیز؛
• د فوایدعامې وزارت اړوند د ننګرهار ولایت د ۶۰۰ بستریز سیمه ‎‎ییز روغتون د ودانۍ جوړولو د پروژې دقراردا د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
• د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد، مالي ملاتړ او چارو اداري لوی ریاست اړوند د دارالامان د تاج بېګ ماڼۍ د بنسټیز ترمیم د پروژې، د کابل د څرخي پله د زندان د ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو د پروژې، د څرخي پله زندان د پراختیايي پروژې او د همدې ریاست اړوند یو عراده مرمۍ ضد لنډکروزر د ورکړې د منظورۍ وړاندېزونه؛
• د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د ۱۳۹۷ کال لپاره د افغان ټېلیکام شرکت د شپږو زونونو د سایټونو او ترانسپورټ د اړتیا وړ تېلو د برابرولو او تدارک د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
• د کورنیو چارو وزارت اړوند د پنځه قلمه تبلیغاتي موادو د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
• د ملي دفاع وزارت اړوند د مرکزي او ساحوي قطعاتو او واحدونو د اړتیا وړ ۳۸ قلمه مفروشاتي توکو دقرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
او د ملي دفاع وزارت اړوند د پامیر ۲۰ فرقې د ۴۰ بابه کنکسونو د لېږد پروژې وړاندیز.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د فوایدعامې وزارت اړوند د بګرام له دوسرکې څخه تر جبل السراج پورې د ۲۵،۶۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي د دویم سړک د جوړولو پروژې د قرارداد ورکړه د عامه خبرتیا د خپرولو د نېټې د نه بشپړېدو په خاطر بېرته ورګرځوله.
د ملي تدراکاتو کمېسیون د یاران اصیل د مالدارۍ د خدمتونو د شرکت پر پانګونې د بحث ترڅنګ ځینې سپارښتنې هم وکړې.
سربېره پر دې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د کاسا۱۰۰۰ پروژې او د افغانستان له خاورې سنګ تودا څخه تر نوښار سیمې پورې په درې برخو کې د برېښنا د مزو د تمدید د تړونونو او د اسعارو د نوعیت د برابرولو پر یادښت هم بحث وشو چې کمېسیون منظور کړ.
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو سربېره د ملي شورا د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.#
پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته