کابل باختر د چنګاښ لسمه :
په سرپل ولايت کې يوجنايتکار بانډ وځپل شو .
پوليس وايي چې ددغه بانډ څلور تنه غړي دځانګړو پوځي عملياتو په بهير کې نيول شوي دي .
په دغه بانډ دسانچارک ولسوالۍ په ګډون دسرپل ولايت په ځينو سيموکې دانسان تښتونې ، شوګماري ، غلا او دوژنې دلسګونو پيښو تور لګول شوى دى .
دسرپل والي محمد ظاهر وحدت له خبريالانو سره په غونډه کې وويل چې دغه انسان تښتوونکي بانډ په سرپل کې دغلا ، شوګماري ، انسان تښتونې او وژنې په لسګونو پيښو لاس پورې کړى دى .
په وروستي مواردو کې ددغه بانډ غړودثمر الدين په نامه يوسړى وتښتاوه اوله کورنۍ څخه يې دده دخلاصون په بدل کې پنځه مليونه افغانۍ وغوښتې اوله هغه وروسته چې ويليدل د ثمر الدين کورنۍ دغه پيسې دوى ته ورنه کړې دغه جنايتکار بانډ هغه په بې رحمانه ډول وواژه اومړى يې په يوه سيمه کې وغورځاوه .
دسرپل والي وايي چې ددغه بانډ يو غړى تښتيدلى دى او دهغه دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې دوام لري .
په همدې حال کې دسرپل والي ددغه جنايتکار بانډ ځپل په دغه ولايت کې دانسان تښتونې او دجرمونو دکچې په کمښت کې ارزښتناک بولي .
0 1 دقیقه لوستل