امنیت

امنيتي ځواکونه دغور ولايت په ځينو سيموکې دتاريخي اثارو په ويجاړولو لاس پورې کوي .

کابل باختردمرغومي يوولسمه :
امنيتي ځواکونه دغور ولايت په ځينو سيموکې دتاريخي اثارو په ويجاړولو لاس پورې کوي .
دغور ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې امنيتي ځواکونه په تيره بيا دپوليسو سرتيري دغور ولايت په ځينو سيموکې دامنيتي پوستو په جوړولو او دتاريخي ساحو په ويجاړولو لاس پورې کوي .
ددوى دڅرګندونوله مخې سره له دې چې په دغه ولايت کې زياتره تاريخي اثار او څلي ددولت دوسله والو مخالفينو له خوا له منځه وړل کيږي خو اوس ليدل کيږي چې امنيتي ځواکونو هم دپوستو په جوړولو سره ددغو څلواو ابداتو په ويجاړولو کې لاس لري .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغور ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس  فخر الدين اريا پور وايي دغور ولايت په ځينو سيموکې امنيتي ځواکونوپه هغو لرغونو ساحو کې چې داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې هم ثبت اوراجستر دي امنيتي پوستې جوړې کړې دي .
دده دڅرګندونوله مخې، سره له دې چې دوى دغه موضوع له امنيتي مسوولينوسره هم شريکه کړې ده خو ددې کار دمخنيوي په لاره کې هيڅ اقدام نه دى شوى .
غور دغوريانو دامپراتورۍ  دپايتخت په توګه دهېواد په کچه  يوله هغو ولايتونو څخه بلل  کيږي چې ډير زيات لرغوني او تاريخي اثار پکې دي .
خو په دې وروستيو وختو کې دهغه څه له امله چې دغه ولايت ته دمرکزي حکومت نه علاقمندي ښودل شوې ده  دجام دتاريخي څلي  په ګډون زياتره دغه اثار دله منځه  تللو او ويجاړيدو په حال کې دي .
دغه راز دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر ضيا الدين ثاقب دباختر اژانس خبريال ته وويل چې ددوى هيڅ امنيتي پوسته په لرغونو ساحوکې نشته اوملي پوليس دلرغونو اثارو په ويجاړولو کې لاس لري .
له بلې خوا هم دغور ولايت اوسيدونکي په دغه ولايت کې دلرغونو او تاريخي اثارو دحالت له امله انديښنه  څرګندوي او له حکومت څخه غواړي لرغوني اثار چې ددې هېواد تاريخي هويت دى وساتل شي .
دغور ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درييس د څرګندونوله مخې همدا اوس په غور ولايت کې ٢١٧تاريخي څلي ،  ٤٩ طبيعي ساحې او شپاړلس لرغوني ساحې چې دګرځندوى له پلوه ځانګړي  ارزښت لري شته چې داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې  ثبت او راجستر شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته