سیاست

د افغانستان لپاره د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې پنځه کلن پروګرام.

واشنګتن-  دويچه وله – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧
دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا د مرستو اداره دافغانستان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره درې پرمختيايي پروګرامونه  معرفي کړل .
دغه پروګرامونه دجګړې له وخت څخه له جګړې څخه  وروسته دوران ته  د  تيريدو څرګندوى دى .
په  داسې حال کې چې زياتره نړيوال  ځواکونه د ٢٠١٤ م کال په پاى له افغانستان څخه د وتلو په ټکل کې دي  د امريکا دنړيوالې پرمختيا  د مرستو اداره   دبهرنيو څو زونو له وتلو وروسته دافغانستان داقتصادي  ودې په   لاره په خپلې هميشنۍ ژمنى ټينګار کوي .
په دې اوونۍ کې دغې  ادارې دافغانستان لپاره دپرمختيا د دريو نويو نوښتونو خبره رامنځته کړه چې دغه اداره غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې ځان په هغوى تمرکز کړي .
دامريکا دغه نوي نوښتونه دافغانستان په سوداګرۍ، کرنې،  لوړو زده کړو  او دکار  دځواک په پراختيا متمرکز دي  هغه افغانان چې له پرمختيايي چارو   سره
کار لري هيله لري چې   دغه نوي   نوښتونه  په   عملي ساحه کې د دوى دهلو ځلو بشپړونکې  وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته