
کابل، د زمري ۲۶ مه، باختر
د میدان وردګو ولایت امنیه قومندانۍ له تروریزم سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د دغه ولایت په مرکز او بهسودو ولسوالۍ کې ۱۲ میله وسلې نیولې دي.
د دغه ولایت امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیول شویو وسلو کې ۲ میله پیکا، ۹ میله کلاشینکوفونه، یو میل تومانچه، یوه پایه مخابره او یو عدد دوربین شامل دي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې دغه وسلې د علیپور له کسانو څخه تر لاسه شوې دي.
د یادونې وړده، چې له دې وړاندې هم په مرکز او ولسواليو کې د عملیاتو په ترڅ کې سپکې او درنې وسلې او مهمات نیول شوي، چې زیات یې د تېر نظام له کارکوونکو او یا هم له زورواکو څخه ترلاسه شوې دي.