فرهنګ

پوهاند محمد رسول باوري: په نږدې راتلوونکي کې د باميانو د فرهنګي حوزې د مديريتي پلان کارګاه جوړيږي

کابل باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن په افغانستان کې د يونسکو د فرهنګي څانګې له مسوول سره د يوشمېر فرهنګي پروګرامونو دتطبيق په باب خبرې اترې وکړې. د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو رئيس ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او د دغه وزارت د لرغونپوهنې رئيس نوراغا نوري هم حاضر و، د نړۍ د فرهنګي ميراث باميانو د درې کلن عملياتي پلان، په کابل کې د يونسکو په همکارۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د باميانو د فرهنګي حوزې د مديريتي پلان د کارګاه او د باميانو د فرهنګي حوزې د راتلوونکي په باب د نړيوال سيمينار د جوړولو په اړوند چې په نږدې راتلوونکي به د عمان د مسقط په ښارکې جوړ شي، خبرې اترې وشوې. دغه راز په دې کتنه کې پوهاند باوري د دې ترڅنګ چې د هغو فرهنګي پروګرامونو د تطبيقولو د بهير دګړندي کولو په باب چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د يونسکو په همکارۍ تطبيقيږي، د باميانو د فرهنګي حوزې د مديريتي پلان د کارګاه په ښه جوړولو ټينګار وکړ. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته