اقتصاد

د څوارلسو ميليونو افغانيو په لګښت د ښونځي دودانۍ د بنسټ ډبره کېښول شوه.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې اته ويشتمه
د څوارلسو ميليونو افغانيو په لګښت د ښونځي دودانۍ د بنسټ ډبره کېښول شوه.
د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست مسولين وايي د نظام العلوم ښوونځي ته د څوارلسو میلیونو افغانیو په لګښت ودانۍ جوړیږي.
د پکتيکا ولايت د پوهنې ريېس محمد نسيم واجد وايي چې د يحيی خېلوولسوالۍ د ښوونځي ودانۍ اته درسي خونې او نورې ټولې اړینې اسانتياوې لرٍي چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړه شي.
دی وايي د دغې ودانۍ په بشپړېدو سره به د سلګونو زده کوونکو ستونزه هواره شي او په پوره ليوالتيا سره به زده کړو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته