خبرونهټولنه

په میدان وردګو کې ۴۲۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

 کابل، د زمري ۱۳ مه، باختر

د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې ۴۲۷ کورنیو لپاره د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت  د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرام تر چتر لاندې د میدان وردګو، سیداباد ولسوالۍ په لويه آبدره سیمه کې د څښاک اوبو رسولو د یوې شبکې چارې د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ پیل شوې.

د میدان وردګو چارواکو باختر آژانس ته وویل، چي ياده شبکه د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په غوښتنه د یونېسف ادارې په مالي لګښت رغول کېږي، چې ٣.٨ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

د دې شبکې د رغولو پر مهال به د سیمې ګڼ شمېر فني او غیر فني کارګرو ته شاوخوا ٣٥٠٠ کاري ورځې رامنځته او ورسره به په راتلونکې کې د سیمې ۴۲٧ کورنیو او درې مسجدونو ته د نلونو له لارې پاکې او صحي اوبه ورسوي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا