
کابل، د وږي ۲ مه، باختر
په میدان وردګو کې د مرکز او ولسوالیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال پيل شوې سیالۍ د سید آباد لوبډلې په بریا پای ته روسېدې.
د سپورت آمر ذبیح الله وهاج د سیالیو موخه د ولایت په کچه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د غوره ۱۲ کسیزه ولایتي لوبډلې انتخابول وبلل. دغه سیالۍ چې درې ورځې یې دوام وکړ جغتو لوبډلې په کې دوهم مقام خپل کړ.
د یادونې وړ ده چې له دې وروسته به میدان وردګو ولایت د والیبال ځانګړې او پیاوړې ۱۲ کسیزه لوبډله ولري، چې په ولایتي لوبو کې به لوبېږي.
په ورته وخت کې په فراه ولایت کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې چې دوې میاشتې به دوام وکړي.
ابو مسلم بختور، شهید نادر گنهکان، نوبهار، معارف، اتفاق، عدالت سنگزور، پیروزي او صداقت هغه لوبډلې دي چې په روان غوره لیګ کې به د یو بل پر وړاندې لوبېږي.
س.صدیقي