ټولنه

دهوا دتودوخې دسختوالي او دسيلاونو دراوتلو له امله اتياکورنيو خپل کورونه له لاسه ورکړل .

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دبدخشان ولايت په شهدا ولسوالۍ کې دهوا دتودوخې دسختوالي او دسيلاو دراوتلو له امله دسيمې يو اوسيدونکى له منځه لاړ .
دبدخشان په ولايت کې له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس سيدعبدالله همايون دهقان دباختراژانس خبريال ته وويل چې دهوا دتودوخې دسختوالي او دبدخشان ولايت دشهدا ولسوالۍ دايونک دساحې په غرونو کې  دکنګل دويلې کيدو او دسيلاو دراوتلو له امله دسيمې يو تن اوسيدونکى له منځه لاړ.
دده دڅرګندونو له مخې  دکنګل دويلې کيدو او دغره له لمنوڅخه دسيلاونو دراوتلو له امله داتياکورنيو داستوګنې کورونه ويجاړ شوي دي .
ده زياته کړه دغره له  لمنو څخه داوبو جاري کيدل ددې سبب شوي دي هغه نورې کورنۍ چې په ساحه کې  ميشتې وې له ساحې څخه بې ځايه او خوندي ساحو ته پناه يوسي .
  دهقان زياته کړه  دهمکارو موسسو په مرسته دسروي يو ټيم چمتو شوى دى چې ساحې ته لاړ شي او اوښتي تاوانونه وڅيړي او دولايت مقام ته خبر ورکړي .
  دسيمې اوسيدونکې محمد حفيط وايي چې تراوسه پورې  له موږ سره هيڅ راز مرسته نه دى شوي موږ دخپلو دوستانو او خپلوانو په کورونوکې  شپې سبا کوو او دولت موږ سره هيڅ  راز مرسته نه ده کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته