واشنګټن دويچه ويله باختر د سلواغې د مياشتې ١٧
د ديپلومات انترنتي مجلې په يوه رپوټ کې په افغانستان کې دامريکايي او دناټو د ځواکونو دلوى قوماندان وروستۍ څرګندونې تحليلې کړې دي.
جنرال جان کمپبل د هغو نيمګړتياوو په باره کې خبرې کړې دي چې د افغانستان په پوځي ځواکونو کې شته .
د ديپلومات مجلې په ليکنه: جنرال کمپبل دخپل هېواد د کانګرس غړو ته ويلي دي چې افغان ځواکونه په هوايي برخه، د ګډو عملياتو په ترسره کولو او د استخباراتي اطلاعاتو په راکړه ورکړه کې يو لړنيمګړتياوې لري .
د جنرال کمپبل د څرګندونوله مخې: دافغان پوځي ځواکونو ډيره ستره ستونزه په هوايي پوځ کې ده .
ديپلومات ليکي: جنرال کمپبل مني چې ناټو دافغانستان دهوايي پوځ په جوړولو کې ډير ناوخته اقدام وکړ .
د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کې له اوږدې مودې وروسته د روان کال په پيل کې څلور( A-29 ) ډوله توکانو الوتکې دافغانستان هوايي پوځ ته وسپارلې. له دغو الوتکو څخه دکوچنيو بريدونو لپاره کار اخيستل کيږي.
ديپلومات ليکلي دي: ښايي څلور همدغه شان نورې الوتکې دروان کال په بهيرکې ، څلور الوتکې په ٢٠١٧ ميلادي کال کې او ٨ نورې الوتکې په ٢٠١٨ کال کې د افغانستان حکومت ته وسپارلې شي .
جنرال کمپبل دغه راز په لوژستيکي او تخنيکي برخوکې هم د افغان امنيتي ځواکونو د نيمګړتياوو په باب خبرې کړي دي .
2 1 دقیقه لوستل