کندز/د وري۱۴/باختر
په کندز کې پرون د وسله والو طالبانو برید په شا وتمبول شو او د دغې ډلې ۶ غړي هم ووژل شول .
د۲۱۷ پامیر قول اردو د قوماندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې یو شمېر طالبانو له څو لورو د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دفاغي او امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې دپوځیانو سخت غبرګون سره مخ شول .
په دې جګړه کې ۶وسله وال طالبان ووژل شول او۴ نور یې ټپیان شول .
پای شکریه
4 د یوې دقیقې څخه لږ