سیاست

تبصره

کابل باختر د وږي  لسمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت دولت دهېواد داساسي قانون پربنسټ دملي او اسلامي ارزښتونو په ملاتړ او پياوړتيا کې دى او د بيان، فکر او مفکورې آزادي يو له هغو ارزښتونو څخه دي چې زموږ دولتي چارواکي د هغه د ودې او انکشاف په نسبت ژمن دي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
په دې وروستيو وختوکې د مدني ټولنې يوشمېر فعالانو او رسانه يي کارکوونکو په اطلاعاتو دلاسبري پکارکې د يولړ محدوديتونو له پلوه سرټکاوه، خو دهېواد جمهوري رياست پرون د يوې اعلاميې په صادرولو سره په دې برخه کې ټول شکونه او ګومانونه پاى ته ورسول او يوځل بيا يې د بيان او مفکورې د آزادۍ د دفاع په کارکې د افغانستان د دولت او خلکو ژمنه او اراده تکرار کړه.
  که چيرې په تيرو پنځلسوکلونوکې د افغانستان د دولت کړنو ته پاملرنه وکړو؛ د ملي اردو او ملي پوليسو د جوړولو، د پوهنې او لوړو زده کړو د ودې، دسياسي ګوندونو، مدني بنسټونو او د ټولنيزو سازمانونو د جوړولو ترڅنګ د پراخ پنسټو مطبوعاتو او د بيان آزادي په افغاني ټولنه کې د لمس وړ برياليتوب دى چې د دې سبب شوه چې يوشمېر تصويري او چاپې رسنۍ په فعاليت پيل وکړي؛ ولسوالکۍ پياوړې او په هېوادکې نوې دموکراسي د ټينګښت لاره ووهي .
د افغانستان جمهور رييس په دې موخه چې رسنۍ خپل فعاليتونه په هدفمند ډول ترسره کړي او په کارکې يې ځنډ او خنډ رامنځته نه شي او د خبر رسولو بهير ښه والي ومومي، دخبريالانو حالت وڅيړل شي او د بيان آزادي پياوړې شي، يو حکم صادر کړ.
دغه راز دخبريالانو د مصوونيت طرز العمل پياوړى شو او په ټوليزه توګه دولت د رسنيو د کاري استقلال او فکر په موخه په اقداماتو لاس پورې کړ چې د بيان د آزادي په نامه ستر برياليتوب وساتل شي او خلک په پيښو او انکشافاتو د خبريدو په باب له خپل حق څخه بې برخې نه شي. آن دولت رسانه  يي سرغړونو مسئله په  يوه مسلکي  بنسټ  پورې چې په هغه کې رسنيو خاوندان زيات شتون او تمرکز لري؛ اړونده وبلله .
   هغه څه چې د رسنيو د آزادۍ د کار د ملاتړ، په اطلاعاتو د لاسبري او د خبريالانو او د رسنيو د خاوندانو د مصوونيت په کارکې په دولت پورې اړه لري؛ ترسره کړل .  خو دلته د رسنيو ترمنځ ظرفيت او رسالت هم طرحه دي. په لومړي ګام کې له رسنيوڅخه د خلکو هيله دا ده چې هغوى د ملي ارزښتونو په باب هر اړخيز تعريف ولري او د ملي وحدت ټينګښت او تامينول د خپل کار محور وګرځوي. په هدفمند او رسالتمند ډول کار وکړي. ددوى کار بايد يواځې او يواځې د ولسوالکۍ په محور وڅرخي چې په هغه کې قومي، سمتي او سليقوي  مسئلوخپل رنګ بايللى وي او د ټولو د ګټو دفاع د هغوى د کار په لارښودکې ځاى ولري. دافغاني فرهنګ او د غوره دودونو پياوړتيا د هغوى شعار وي، له ابتذال  څخه لرې والي غوره کړي او د ملي ارزښتونو په رښتيني توګه دفاع وکړي  او هغه څه چې قانون حکم کوي؛ عملي کړي.
په دغه شان نظر سره رسنۍ په ټولنه کې خپل ځاى او دريځ لاپسې پياوړى کوي او له هغوى سره د خلکو ملاتړ زياتيږي او دغه خبرې چې د رسنيو آزادي د هېواد د اساسي قانون سترې لاس ته راوړنې دي، د هغو ملاتړ او پياوړتيا د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت او د هېواد د ټولو اتباعو مسووليتونه او مکلفيتونه دي ؛ د دولت خلکو او رسنيو په اوږو زيات مکلفيتونه ږدي چې هر يو بايد ددغه  مکلفيت په وړاندې خپلې وجيبې درک کړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته